په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیلیږي

په کابل کې د پاسپورټ مراجعین

د افغانستان د پاسپورټ ریاست وايي چې سر له سبا به په کابل کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.

عالم ګل حقاني دا خبرې، نن په یوې خبري غونډه کې وکړې.

ښاغلي حقاني وویل، د پاسپورټونو د اخېستلو لپاره به انلاین فورمې ډکېږي، خو په خبره یې فورمې پخوانۍ نه دي بدلې شوي دي.

نوموړي دا هم وویل چې د نورو ولایتونو تذکره لرونکو ته په کابل کې پاسپورټونه نه ورکول کېږي.

د افغانستان د پاسپورټ ریاست مخکې تردې، د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویش چاره پیل کړې وه.

خو په کابل کې له نېږدې یوې میاشتې راهیسې د پاسپورټونو د وېش بهېر په ټپه درېدلی و.

د پاسپورټ ریاست مسوولینو د دې کار لامل، د بایومټریک ماشینونو خرابوالی ښودلې و.