فرانسې ۱۳۸ تنه هغه کډوال وژغورل چې غوښتل یې بریتانیې ته ولاړ شي

کډوال

د فرانسې کښتیو پرون جمعه(د لېندۍ ۲۶مه) ۱۳۸ کډوال چې غوښتل یې د مانش سمندرګي د چینل له لارې د بریتانیا سواحلو ته ولاړ شي، وژغورل.

فرانسوي چارواکو پرون په یوه بیان کې وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې داسې معلومات ترلاسه کړل چې ډېری هغه کښتۍ چې غواړي له دې لارې تېرې شي له ستونزو سره مخامخ شوي نو له دې سره د فرانسې د پوځ دوو کښتیو د دې کډوالو کوچنۍ کښتۍ وژغورلې او بېرته یې د فرانسې سواحلو ته را ورسولې.

تېره میلادي میاشت ۲۷ تنه کډوال وروسته له هغه مړه شول چې کښتۍ یې د فرانسې بندري ښار کالې ته نژدې ډوبه شوه.

د ۲۰۲۱ کال له پیله د نوومبر تر شلمې نېټې پورې شااوخوا ۳۱۵۰۰ کډوال د فرانسې له سواحلو څخه د بریتانیا پر لور تللي دي.

د نوومبر په۱۱مه نېټه په ۱۱۸۵ کډوال د بریتانیا سواحلو ته راورسېدل چې دا په یوه ورځ کې دې سیمې ته د کډوالو ته رسېدو تر ټولو لوړه شمېره ده.