د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان په اړه د بحث لپاره د اسلامي همکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډونوال پلاوي اسلام اباد ته رسېدلي دي.
د اسلامي همکاریو د سازمان په دې فوق العاده غونډه کې چې سبا د لیندۍ په ۲۸مه نېټه په اسلام اباد کې جوړېږي، د اسلامي هېوادو پر پلاوو سربېره، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او همدا راز د اروپايي ټولنې، چین او امریکا سفیران هم ګډون کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون خبریالانو ته وویل چې لږ تر لږه نوي پلاوي په دې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فرخ حبیب پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل چې اسلام اباد ته د غونډې د ګډونوال د رسېدو لړۍ روانه ده.
حبیب وویل: "زموږ په ګاونډي هېواد افغانستان کې چې کوم بشري ناورین راغلی، د هغې په اړه د خبرو لپاره د اسلامي همکارۍ د سازمان مشر حسین براهیم طحه د شپې له خوا پاکستان ته رسېدلی او نن هم د بهرنیو پلاوو د راتګ لړۍ روانه ده."
د زمري په ۲۴مه نېټه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالو په افغانستان کې د یوه بشري بحران د پیل خبرداری ورکړی.
تمه ده چې د سعودي عربستان په بلنه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په فوق العاده غونډه کې به د دې سازمان د ۵۷ غړو استازي، د بهرنیو چارو وزیران او ډپلوماتان پردې خبرې وکړي چې په افغانستان کې د بشري بحران د حل لپاره څه کولای شي؟