کابل کې پر یو دیني عالم چاودنې لږ تر لږه څلور تنه ټپیان کړل

ارشيف، کابل کې پر يو موټر د چاودنې سيمه

کابل کې چاودنې د یو دیني عالم په ګډون لږ تر لږه څلور تنه ټپیان کړي دي.

چاودنه نن مازدیګر ناوخته د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د "پروان سوم" په سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي دغه چاودنه د یو دیني عالم عبدالسلام‌ عابد په موټر کې د یو ایښوول شوي ماین په پایله کې شوې ده چې نوموړی هم په‌کې ټپي شوی دی.

د کورنۍ غړو یې د نوموړي روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی، خو د راپورونو پر بنسټ په پېښه کې د یو بل ټپي روغتیايي حالت نازک دی.

مولوي عبدالسلام‌ عابد وړاندې په کابل کې د عبدالرحمن د جامع جومات خطیب و، خو اوس ویل کېږي چې تازه‌یې پر ځای بل عالم ټاکل شوی دی.

نوموړی دا شان د جمعیت اصلاح د رهبرۍ پلاوي غړی هم دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم پېښه تأیید کړې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند انجنير عزام رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې د مولوي عبدالسلام عابد په ګډون څلور تنه سر سري ټپیان شوي دي.

د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې په کابل کې د وروستیو پېښو مسؤلیت داعش یا خراسان څانګې وسله‌والو منلی و.