نصير احمد فایق ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ مشري په غاړه واخیسته

ارشيف، د ملګرو ملتونو سازمان يوه عمومي غونډه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ مشري نصیر احمد فایق په غاړه اخیستې ده.

د افغانستان د دایمي استازولۍ په رسمي ټویټر پاڼه په دې اړه په یوه رسنیز بیان کې راغلي چې نصیر احمد فایق د شارژدافیر په توګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د چارو د پر مخ بیولو مسؤلیت په غاړه اخیستی.

په بیان کې راغلي چې یاده استازولي به د افغانستان سخت بشري وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو له ټولو غړو سره له نږدې کار کوي څو ډاډ حاصله کړي چې د افغان ښځو او نجونو په شمول د ټولو اساسي حقونه تأمین شي.

د افغانستان دایمي استازولي همداراز ویلي چې د ژمي په سړه هوا کې اړمنو افغانانو ته د مرستو جلب او انسجام هم د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري دولت د استازولۍ ډيپلوماتان لا پر خپل ځای دي.

مخکې د دې استازولۍ مشري غلام محمد اسحق‌زي کوله چې څو ورځې وړاندې یې د کار د دوام تأیید هم وشو.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم استازی نه‌دی منلی او د پخواني جمهوري دولت د استازولۍ د کار له دوام سره‌یې موافقه کړې ده.