او ای سي: اسلام‌اباد غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو مهم پرېکړه‌لیک وړاندې شي

ارشيف، سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان يوه غونډه

د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) د عمومي منشي مرستیال ویلي دي چې د اسلام‌اباد په "فوق‌العاده غونډه" کې به د افغانستان پر حالاتو یو "مهم او جامع پرېکړه‌لیک" وړاندې کېږي.

طارق علي بخیت پرون په اسلام‌اباد کې له پاکستاني رسنیو او دولتي راډیو سره په خبرو کې وویل، د ډسمبر د ۱۹مې کنفرانس هدف له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه ستراتېژي جوړول دي.

بخیت دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې د اسلامي همکاریو سازمان د مشر حسین ابراهیم طه په ګډون د ۵۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو یو شمېر وزیران اسلام‌اباد ته رسېدلي دي.

سعودي عرب دا غونډه وربللې ده چې کوربه‌یې پاکستان دی او ټاکل شوې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم په‌کې ګډون وکړي.

د اګسټ په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد د بشري بحران ښکار شوی دی او د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په روان ژمي کې ملیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

نړیوالې ټولنې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.