جرمني په پاکستان کې مېشت ۳۰ افغان کډوالو زده‌کوونکو ته سکالرشېپونه ورکړل

ارشيف، د پاکستان پوهنتونونو ته د لارې موندلو لپاره په ننګرهار کې ازموينه

د جرمني حکومت په پاکستان کې مېشتو هغو یو شمېر ثبت شویو افغان کډوالو ته سکالرشېپونه ورکړي چې د یاد هېواد په تعلیمي ادارو کې زده‌کړې کوي.

د جرمني سفیر په اسلام‌اباد کې پرون په یوه غونډه کې د پنځو نجونو په ګډون ۳۰ زده‌کوونکو ته لپ‌ټاپونه هم ورکړل.

د دې ترڅنګ به د جرمني حکومت هغو زده‌کوونکو ته هره میاشت ۳۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او ورته به روزنیز پروګرامونه هم برابروي.

په اسلام‌اباد کې د جرمني سفیر برنارډ شلاګهېک غونډې ته په وینا کې وویل، په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته هلته بشري وضعیت خراب دی، نو ځکه نړیوالې ټولنې ته په‌کار ده چې په تعلیمي ډګر کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په پاکستان کې شااوخوا ۱۴ لکه ثبت شوي افغان کډوال اوسي.

د پاکستان حکومت د یو اېن اېچ سي ار په مرسته په کالجونو او پوهنتونونو کې یو شمېر څوکۍ ځانګړې کړې دي چې ورباندې افغان کډوال زده‌کوونکي داخلې اخلي.