د غني د وتلو او د تېر جمهوري نظام د سقوط په اړه د حمدالله محب تازه څرګندونې

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب وايي، پخواني ولسمشر اشرف غني غوښتل په سوله‌ییزه توګه د لویې جرګې له لارې واک انتقال کړي، خو طالبان کابل ته ننوتل او ګډوډي رامنځته شوه.

د حکومت تر سقوط وروسته د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار په خپله لومړنۍ ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته په دې اړه چې ولې له طالبانو سره مذاکرات ترسره نه‌شول، وویل: "خلکو له ارګ نه د وتلو هڅې شروع کړلې. دباندې د وزارتونو احوال چې موږ اخیستلو هغوی هم عین حالت کې وو، خو ولې موږ فکر کولو چې بیا هم فرصت شته. دا وارخطایانې به وي، ولې قوتونه به د خپل ځان او د کابل د امنیت ساتلو لپاره کار وکړای شي. ترڅنګ د دې د طالبانو وعده هم دا وه چې دوی کابل ته نه‌داخلېږي او کابل کې نه‌غواړي چې جنګ وکړي."

د محب په وینا هغه ورځ چې افغان حکومت سقوط وکړ، ټاکل شوې وه یو پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره دوحې ته لاړ شي، خو طالبانو تر وروستۍ شېبې ورسره د خبرو ژمنه نه‌وه کړې.

د ده په خبره هغوی هېڅ ډول موافقه نه‌کوله او غوښتل‌یې په زور واک په لاس کې واخلي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پخواني ولسمشر اشرف غني تور پورې کړی چې که هغه له هېواده نه‌وی وتلی، د افغانستان حکومت سقوط نه‌کاوه.

له حمدالله محب سره د ازادي راډیو تفصیلي مرکه ژر خپرېږي.