عمران خان: پاکستان به افغانستان کې د ناورين مخنيوي سره مرسته وکړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، هېواد به یې په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره هره ممکنه مرسته وکړي.

عمران خان دا خبره د ډسېمبر په ۱۵مه نېټه اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اېپکس په نوم د یوې دولتي کمېټې غونډې ته کړې ده.

په دې اړه د صدراعظم د دفتر پر ټويټرپاڼه په رسمي بیان کې ويل شوي چې په غونډه کې په افغانستان کې د بشري ناورين پر وضعيت اندېښنې وښودل شوې او ټينګار وشو چې پاکستان به په دې ستونزمن وخت کې دغه هېواد يوازې پرېنه ږدي.

بیان زياتوي چې په غونډه کې وويل شو چې پاکستان د افغانانو د مشکلاتو د په ډاګه کولو لپاره د ډسېمبر په ۱۹مه نېټه د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) غونډه رابللې ده.

ملګري ملتونو او نورو نړيوالو مرستندويه سازمانونو په وار-وار خبرداری ورکړی چې افغانستان له يو لوی بشري ناورين سره مخامخ دی.

د اګسټ په مياشت کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد لاپسې خراب شوی دی.

د پاکستان په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.