ننګرهار کې ۳ تنه وژل شوي؛ طالبان: په تړاو یې څو تنه نیول شوي

د پېښې ځای

د ننګرهار چارواکي وایي، په خېوې ولسوالۍ کې د تېرې شپې د هغې پېښې په تړاو یې څو تنه نیولي چې د یوې کورنۍ درې غړي په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ازادي راډیو ته په استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې ناپېژاندو کسانو تېره شپه د دغه ولایت د خېوې ولسوالۍ په شګې سیمه کې د یوه دیني عالم ابراهیم پر کور د چړو او تبرګیو برید کړی چې په ترڅ کې یې د یادې کورنۍ درې غړي چې یو ماشوم، یوه ښځه او یو ځوان چې د سیمې د اوسېدونکو په خبره، شااوخوا میاشت وړاندې یې واده کړی و، په کې شامل دي، وژل شوي او خپله دیني عالم ابراهیم او مېرمنه یې سخت ټپیان شوي دي.

خو اوس ځایي مسؤلان وایي چې د دې پېښې په تړاو یې څو تنه چې شمېر او هویت یې نه دی ښودلی نیولي او له لومړنیو څېړنو یې ښکاري چې پېښه د شخصي اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.

مسؤلان وایي چې د پېښې له پوره تحقیقاتو وروسته به یې جزئیات له رسنیو سره شریک شي.