طالبان میدان وردګو کې ۲ سړې خونې بېرته ګټې اخېستنې ته سپاري

د افغانستان په نقشه کې د میدان وردګ ولایت

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت په میدان وردګو ولایت کې دوه سړې خونې بېرته ګټې اخېستنې ته سپاري.

د کرنې وزارت ویاند مستعین عمري د پنجشنبې (د لېندۍ ۲۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کرنې سرپرست وزیر پنځو جنوبي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست ته لارښونه کړې چې دغه ولایت کې د میوو او نورو کرنیزو توکو شته دوه سړې خونې ډېر ژر بېرته فعالې کړي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه دوه سړې خونې د زر مټریک ټنه میوو او نورو کرنیزو توکو د ساتلو وړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې تېرو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو توکو د ساتلو او پروسس لپاره لسګونه وړې او سترې سړې خونې جوړې شوې، خو په وروستیو میاشتو کې ځینې یې د مالي او تخنیکي امکاناتو د نشتوالي له امله له فعالیته پاتې وې.