هیدر بار کاناډا ته شاباسی ورکړی چې افغانان باسي

KYRGYZSTAN -- A girl play on a rock as Afghan refugees protest in front of the U.S. embassy in Bishkek, August 19, 2021

د بشري حقونو د څار سازمان یوې مسوولې د کاناډا له خوا له افغانستانه د خلکو د ایستلو هڅه ستایلې ده.

د دغه سازمان د ښځو د حقونو مرستیالې هیدر بار نن پر خپل ټوېټر لیکلي چې خوښه ده لا هم ځینې هېوادونه له افغانستانه خلک باسي.

هغې کاناډا ته شاباسی ورکړی چې افغانان باسي او د دې هڅې د لا ګړندۍ کولو غږ یې کړی.

د کاناډا د کډوالو او پناه غوښتونکو وزیر شان فریسر ویلي وړمه شپه ۱۸۴ افغانان کاناډا ته ورسول شول.

هغه وویل، دا خلک به ژر د البرتا ایالت په کالګري، ایردرای او ایډمنټن کې مېشت کړای شي.

شان فریسر ویلي، دغه افغان کډوالو ته په خطاب ویلي: ' کور ته ښه راغلاست'