د پاکستان لپاره د امریکا سفیر د ترهګرو پر ضد پر اقداماتو ټېنګار کړی

د پاکستان او امریکا ګډ بیرغونه

د پاکستان لپاره د امریکا نومول شوي سفير ډونالډ بلوم د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې په پاکستان کې به د ترهګرو ډلو لکه القاعده، داعش، پاکستاني طالبان، جېش محمد او لشکر طیبه پر ضد د پرېکنده اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړي.

ده په عین حال کې وویل، امریکا او پاکستان د القاعده، داعش او پاکستاني طالبانو پر ضد ګډ کار کوي، خو دی هڅه کوي چې پاکستان د لشکر طیبه او جېش محمد پرضد هم اقداماتو ته وهڅوي.

د امریکا او پاکستان اړیکې په ځانګړي ډل له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته نورې هم سړې شوې دي.