د بښنې نړیوال سازمان: هاګ محکمه دې افغانستان کې جنګي جنایتونه وڅېړي

د جګړې قربانیان

د بښنې نړیوال سازمان له هاګ محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه وڅېړي.

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت په وروستیو میاشتو او د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې، په افغانستان کې ډېر جنګي جنایتونه شوي چې باید د جرمونو د یوې نړیوالې محکمې له لوري وڅېړل شي.

دې ټولنې په یوه راپور کې چې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) یې خپور کړ، طالبان، د امریکا پوځ او د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې موده کې ملکي وګړو ته د زیان رسولو مسوول بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو د نړیوالې محکمې یا هاګ څارنوال کریم خان په سېپټمبر میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د دې محکمې تحقیقات به یوازې په طالبانو او داعش پورې محدود وي او په دې هېواد کې د امریکايي پوځیانو د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه څېړنې ورته لومړیتوب نه لري.