والسټریټ ژورنال: د طالبانو واکمنېدو سره افغان ښځې د پلرونو او وروڼو فشار سره مخ شوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • والسټریټ ژورنال

د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی "د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغان ښځې د پلرونو او وروڼو له پخواني فشار سره مخ شوې دي".

ورځپاڼې د دې لیکنې په پیل کې د مرجانې امیري په نوم د کورنیو چارو وزارت د یوې پخوانۍ کارکوونکې چې د طالبانو په راتګ‌یې خپله دنده له لاسه ورکړې، عکس خپور کړی او په اړه‌یې لیکي، کله چې مرجانې امیري د ښځو د حقونو لپاره د سپټمبر میاشت کې په کابل کې یو لاریون کې ګډون وکړ، نو طالبانو هغه په لغتو ووهله او ګواښ‌یې ورته وکړ چې په سر به‌یې په مردکي وولي.

خو د راپور په وینا دا ۲۴ کلنه افغانه چې تر ټولو زیاته ووېروله هغه‌یې کور ته له ستنېدو وروسته د پلار عکس‌العمل و.

مرجانې امیري ورځپاڼې ته کیسه کړې چې پلار څنګه په دې خاطر چې ولې یې په اعتراض کې ګډون کړی وهلې ډبولې ده.

هغې والسټریټ ژورنال ته ویلي له بل هېڅ شي دومره نه‌وېرېږي لکه څومره چې له خپل پلار وېرېږي. د مرجانې په وینا د طالبانو په وړاندې هم د هغه څه په خاطر چې پلار یې پرې تېر کړي، غږ پورته کړی.

ورځپاڼه په وروستیو ۲۰ کلونو کې د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل کې د ښځو د ځان بسیاینې په لور د شوي پرمختګ یادونه کړې او وايي مرجانه امیري د خپلې کورنۍ د مخالفت سربېره له پوهنتون فارغه شوه، دنده‌یې پیدا کړه او غوښتل‌یې ډیپلوماته شي.

هغې والسټریټ ژورنال ته ویلي د طالبانو په واکمنېدو هر څه بدل شول او کورنۍ یې ورته وویل چې ډېر ژر به په کور کې له ناستې سره بلده شي هغه څه چې مرجانه وايي وبه‌یې نه‌مني او تر پای به د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي.

  • ډېلي ټلګراف

ډېلي ټلګراف ورځپاڼې په افغانستان کې پر بشري وضعیت تمرکز کړی دی او لیکلي یې دي د بریتانیا ۱۵ خیریه بنسټونو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د بسپنې د راټولولو یو شریک پروګرام پیل کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا جګړې، وچکالۍ، د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ او نړیوالو بندیزونو د شااوخوا ۴۰ ملیونه وګړو دا هېواد د اقتصادي سقوط او بشري بحران په درشل درولی.

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي کافي خواړه نه‌لري او په دې کې تر ټولو زیان‌ګالي ماشومان دي.

په بریتانیا کې د پېښو د بېړنۍ کمېټې اجرايي رئیس صالح سعید ډېلي ټلګراف ته ویلي اته ملیونه کسان په افغانستان کې همدا اوس د قطحۍ په درشل کې دي. د ښاغلي سعید په وینا ماشومان هره ورځ مري او تر یو ملیون زیات هغه افغان ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځه کلونو کم دي راتلونکې میاشتو کې د مرګ ګواښ سره مخ دي.