د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانستان د تر ټولو ناوړه بشري وضعیت لرونکی هېواد دی

ارشیف

د ژغورنې نړیواله کمېټه یا ای ار سي افغانستان د تر ټولو ناوړه بشري وضعیت لرونکی هېواد بللی دی.

ای ار سي د چهارشنبې په ورځ په نړۍ کې د هغو کړکېچونو یو لېست خپور کړی چې ولسي خلک‌یې له ناوړه وضعیت سره مخ کړي.

په دې لېست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان د ناوړه بشري وضعیت له کبله په لومړي او ورپسې ایتوپیا چې کورنۍ جګړې سره مخ ده، په دوهم ځای کې راغلي دي.

په راپور کې یمن چې کورنۍ جګړه په‌کې اووم کال ته داخله شوه د ناوړه بشري وضعیت په لرلو په دریېم درجه یاد شوی دی.

نایجریا، جنوبي سوډان، کانګو، میانمار، سومالیا، سوریه او سوډان یو په بل پسې د ناوړه بشري وضعیت له کبله تر دې لاندې درجه‌بندي شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، ممکن په دې هېوادونو کې راتلونکي میلادي کال کې بشري وضعیت له دې هم خراب شي.

وروسته له هغې چې څلور میاشتې مخکې طالبان په کابل واکمن شول، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک شااوخوا نهه‌نیم میلیارده ډالر پانګه کنګل کړه او همدارنګه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق هم ډالرو ته د طالبانو د لاسرسي مخه ونیوله.

د دې اقداماتو وروسته په افغانستان کې لا دمخه واکمنه لوږه او بې‌وزلي نوره هم پراخه شوه.