پاکستان افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د پاکستان مرستې د تورخم له لارې لېږل شوي

پاکستان ۴۵ ټنه خوراکي توکي، ۱۴۴۰ د جامو ژمنۍ بستې او ۸ ټنه وریجې او درمل له افغانستان سره مرسته وکړه.

پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې دا مرستې نن په ۷ بار وړونکو موټرو کې د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل شوي او طالب چارواکو ته سپارل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو پر بنسټ په تېرو څلورو میاشتو کې یاد هېواد په څلورو الوتکو او ۱۱۵ بار وړونکو موټرو کې مرستې افغانستان ته لېږلي دي.