د هوا پېژندنې اداره: د شمالي قطب د تودوخي درجه ۳۸ درجو ته رسېدلې وه

د شمالي قطب یوه څنډه

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې تایید کړې چې په تېر جون میاشت کې د سایبریا په ختیځ شمالي قطب کې د تودوخي درجه د سانټیګراد په حساب په بې ساري ډول ۳۸ درجو ته رسېدلې وه.

دغې ادارې پرون سې شنبه (د لېندۍ ۲۳مه)په یوه بیان کې وویل چې د تودوخي د درجې زیاتوالی د روسیې په شمال کې په ځنګلونو کې د اورلګېدو لامل شوي او د شدیدې نړیوالې تودوخي په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

دغې ادارې همدارنګه ویلي چې په شمالي قطب کې د تودوخي بې سارې درجې د نړۍ د اقلیم د بدلون په اړه د خطر زنګ کړنګولی دی.