د کندهار د وچو مېوو سوداګر: بانکي محدوديتونو مو کاروبار کم کړی

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي، د روان کال د پېل راهيسې بهرنیو هېوادونو ته له کندهاره شااوخوا ۶۲ زره ټنه وچه مېوه د ۱۸۹ مېلیونو ډالرو په ارزښت صادره شوې.

د کندهار د وچو مېوو سوداګر وایي، بانکي محدوديتونو يې کاروبار اغېزمن کړی.

دوی زیاتوي،سږ کال د جنوبي حوزې د وچې مېوې ترلاسه شوي حاصلات د کيفيت او کيمیت له پلوه ښه دي، خو د بانکونو د محدود فعاليت له امله د دوی کاراو بار کم شوی او د تېر په څېر صادرات نه ترسره کېږي.

په عین وخت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي، د روان کال د پېل راهيسې بهرنیو هېوادونو ته له کندهاره شااوخوا ۶۲ زره ټنه وچه مېوه د ۱۸۹ مېلیونو ډالرو په ارزښت صادره شوې.

بشپړ راپور د دې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور