طالبان:  ټولو دولتي کارکوونکو ته د ۲ میاشتو تنخواوې ورکوو 

د مالیې وزارت

د طالبانو د ماليې وزارت وایي، تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د دولتي ادارو ټولو کار کوونکو ته د دوو میاشتو تنخواوې ورکړل شي.

د دې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل، دولتي کار کوونکو ته تنخواوې د دوی د خپلې دولتي بودجې څخه ورکول کېږي.

حقمل وویل: "زموږ کوښښ دا دی چې د قوس تر۲۵مې نېټې پورې د ټولو دولتي کار کوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکړو، ځکه جدي کې بیا مالي کال نوی کېږي، سیسټمونه مو بندیږي او د یو څه وخت لپاره کیدای شي دا پروسه بیا وځنډیږي."

ښاغلي حقمل وویل، تېره اوونۍ دولتي کار کوونکو ته مکمل معاشونه اجرا شوي او تر پرون پورې د تر شلو ډېرو وزارتونو او ادارو کار کوونکو ته تنخواوې ورکړل شوي دي.

هغه همدا راز وویل چې د شااوخوا سل زره متقاعدینو له ډلې چې له دې وزارت سره ثبت دي، د نږدې شپېتو زرو د تقاعد امتیازات اجرا شوي او د پاتې نورو به هم ډېر ژر اجرا شي.