تهران: د اټمي تړون مقابل لوري د ايران د ملامت ښودلو لپاره فشار راوړي

ویانا کې د ایران د ۲۰۱۵ م کال د اټمي تړون په اړه مذاکرات

ایران د ۲۰۱۵ م کال د اټمي تړون مقابل اړخونه تورن کړي چې په وینا یې د ایران د ملامت ښودلو لپاره فشار راوړي.

دا وروسته له هغې ده چې د ایران سره د دې اټمي تړون د بیا ژوندي کولو په روانو خبرو کې ښکېلو اروپايي ډیپلوماتانو وویل، تهران نوي وړاندیزونه مطرح کړي دي چې د دوی په وینا له تړون سره اړخ نه‌لګوي.

د ایران د مرکچي پلاوي مشر علي باقري پر خپل ټویټر لیکلي چې یو شمېر ښکېل لوري د رښتینې ډیپلوماسۍ پر ځای د ده په وینا "د ملامت ښودلو پر عادت" ټینګار کوي.

تر دې مخکې د فرانسې، بریتانیا او جرمني ډیپلوماتانو په یو شریک بیان کې ویلي و، د ایران له هغو نویو وړاندیزونو سره مخ دي چې له تړون سره اړخ نه‌لګوي او قیمتي وخت له لاسه ورکوي.

ویل شوي چې د ایران د اټمي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره په دې خبرو کې هېڅ څرګند پرمختګ نه‌دی شوی.

دا خبرې له پنځه میاشتني ځنډ وروسته د نومبر د میاشتې په ۲۵مه نېټه د ایران، بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې ترمنځ د اتریش پلازمېنه ویانا کې پیل شوې دي.

د امریکا متحده ایالات هم په دې خبرو کې غیر مستقیم ګډون لري.