کابل کې چاودنې يو کس وژلی او دوه نور ټپيان کړل

ارشیف، کابل کې پر یو موټر چاودنه

نن په کابل کې د یو ماین چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال عاقل ګل عزام وايي، دا ماین د ټانګ لوګر په سیمه کې د سړک د غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوی و.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې دوه جلا چاودنې شوې وې چې دوه ملکیان په‌کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.

د جمعې د ورځې د چاودنو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې منلی و.