کندهار کې ۱۷ مجهول الهویه جسدونه خاورو ته وسپارل شول

ارشیف، یوه هدیره کې یو جسد خاورو ته سپارل کیږي.

په کندهار ولایت کې پرون ۱۷ مجهول الهویه جسدونه خاورو ته وسپارل شول.

په کندهار کې د طالبانو چارواکي وایي، د دوی تر بیا واکمنېدو دمخه په جنګ جګړو او ټرافیکي پېښو کې د ۶۰ تنو وژل شوېو کسانو جسدونه په میرویس روغتون کې پاتې دي چې اوس یې دوی خاورو ته سپاري.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ امر شمس صمیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو څلورو میاشتو کې د همدې وژل شوېو کسانو د کورنیو موندلو له پاره اعلانونه ترسره شوي دي، مګر کورنۍ یې نه دي پيدا شوي. په کندهار کې د طالبانو اړوند ادارو په ګډه د يادو جسدونو د خښولو پروسه پیل کړې. دوشنبه ۱۷ جسدونه خاورو ته وسپارل شول، د پاتې ۴۳ جسدونو د ښخولو پروسه به هم په راتلوونکو ورځو کې تر سره شي."

دغه مړي د چارواکو له خوا نه دي پيژندل شوي او همداسې مجهول الهویته خاورو ته سپارل شوي.

د طالبانو چارواکو داسې وخت په کندهار کې د لسګونو مړو د خښولو اعلان کړی چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره هلته له بېلابېلو سیمو د پخوانیو حکومتي چارواکو او عسکرو د وژلو راپورونه خپرېدل.

طالبانو په دې وژنو کې تر ډېره لاس لرل رد کړي او یو نیم وار یې د شخصي دښمنیو خبره یاده کړې ده.