د روسيې پلازمېنه مسکو ښار ته نږدې یوې چاودنې ۱۲ کسان ټپیان کړي دي.
چاودنه په یوه ارتودوکس ښوونځي کې د یوه مذهبي فارغ التحصیل ځوان له خوا د چاودیدونکو موادو له ځای پر ځای کولو وروسته شوې.
پېښه کې د برید دا اصلي عامل هم ټپي دی او یوه پښه یې پرې شوې.
د سیمې پولیسو ویلي چې ولادي سلاف ستروژینکوف په سیرپوخوف ښار کې کار کاوه او چاودیدونکي مواد یې ارتودوکس ښوونځي دروازې مخ سره ځای پر ځای کړي وو.
د هغوی په خبره ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو د یوه حالت ښه نه دی.
د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویلي، له دې چې د پېښې عامل خپله هم ټپي شوی له هغه نه اوس وخت پوښتنې نه شي کولای.