طالبانو خپل یو رسنیز فعال غړی 'جنرال مبین' نیولی

یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو د پولیسو یوې باخبره سرچینې تأیید کړه چې د دوی یو رسنیز فعال غړی مبین، مشهور په جنرال مبین نیول شوی دی.

دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې نوم یاد نه‌کړ ازادي راډیو ته وویل چې پر نوموړي د "غیر مسؤلانه" خبرو تورونه دي.

مبین په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند په توګه هم له رسنیو سره خبرې کولې او په بېلابېلو غږیزو او انځوریزو رسنیو کې را څرګندېده.

ده په خپلو مرکو کې د پاکستان ضد دریځ ښکاره کوو او تازه‌یې یوه مرکه کې وویل، ګوانتانامو زندان کې ډېر هغه طالبان زنداني وو چې پاکستان امریکایانو ته په لاس ورکړي وو.

مبین کابل ته د طالبانو له راتګ مخکې هم ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو په ملاتړ خپرونې جوړولې.