د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر: د افغانستان وضعیت اندېښمنونکی دی

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې خپله غونډه پیل کړه.

د دوی بحثونه د افغانستان پر بشري وضعیت او دغه‌راز د اوکراین او روسیې پر لانجو ورټول دي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل د دې غونډې په پيل کې د افغانستان وضعیت اندېښمنونکی وباله.

له دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشري مرستو او د دغو مرستو په وړندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په اړه وي.