د اردن دولتي خبري اژانس په دغه هېواد کې د ایران او سعودي عربستان د خبرو د نوي پړاو خبر ورکړی دی.
په دې اړه راپور داسې مهال ورکول کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د سعودي استازي ایران په خبرو کې په "لوبې کولو" تورن کړی دی.
سعودي عربستان له ایران سره خبرې چې د سږ کال په لومړیو کې پيل شوې، صمیمي خو باریک بینه بهیر یاد کړی دی.
ایراني چارواکو بیا په تېره اکټوبر میاشت کې وویل چې خبرې په ښه فضا کې ترسره شوې.