امير خان متقي: له امریکا او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي، له امریکا او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

امیر خان متقي له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

ښاغلی متقي زياتوي: "موږ له امریکا او ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو اعلان کړی دی. دا چې دوی پر افغانستان بندیزونه لګولي دي، زه فکر کوم دا د ځینو ناکامو تجربو تکرار دی، څه فایده نه‌لري."

امریکا سږ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک شااوخوا نهه نیم میلیارده ډالره پانګه کنګل کړه.

ښاغلی متقي ټینګار کوي چې دوی افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار له حقه ملاتړ کوي، خو زیات جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

نړیوال پر طالبانو د بندیزونو یو لامل هم همدا بولي چې دا مهال په اکثرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې په کورونو ناستې دي.

دوی له څو محدودو ادارو پرته د نورو ادارو ښځینه کارکوونکې هم له دندو منعه کړې دي، خو وایي چې دې چارو لپاره د تګلارو په جوړولو بوخت دي.