طالبان: د ډالرو د بیې لوړېدو یو لامل ګاونډيو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق دی

ډالر

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د‌ افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بې‌کچې لوړېدو لاملونه ډېر، خو مهم هغه‌يې يو شمېر ګاونډيو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق يادوي.

د طالبانو حکومت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، ځيني راپورونه دوی ته رسېدلي چې ښيي له افغانستانه ډالر يو شمېر ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کېږي، خو په خبره‌یې د مخنيوي لپاره‌یې جدي هڅې هم پيل شوي.

ښاغلي مجاهد، په بازارونو کې په ډالرو زياته راکړه ورکړه د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې د لوړېدو بل لامل یاد کړ.

د یادونې ده چې په افغانستان کې په تېر حکومت کې هم یو شمېر ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او پاکستان ته د ډالرو د قاچاق په اړه راپورونه ورکړل شوي وو چې هغه مهال هم حکومتي چارواکو د دې چارې د مخنيوي خبره کړې وه.