د امریکا په ځینو ایالاتونو کې طوفانونو ۹۴ کسان مړه کړي 

امريکا کې د طوفان ځپلې سيمې

د امریکا متحده ایالاتو په جنوب او منځني لوېدیځ کې د سختو طوفانونو له امله لږترلږه ۹۴ کسان مړي شوي، په لسګونو نور لا درکه دي او څو ښارونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

په ځپل شویو سیمو کې د ژغورنې ډلو تر پرونه پورې هم په احتمالي ژوندي پاتې شویو پسې لټون ته دوام ورکړ، خو چارواکي تمه نه‌کوي چې نور کسان به ژوندي وموندل شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په کېنټاکي کې چې د طوفان ځپلو پنځو ایالاتونو په ډله کې تر ټولو زیات ځپل شوی، ناورین اعلان کړی دی.

دا ایالت د ډسمبر په ۱۰مه شااوخوا د ۳۰ طوفانونو یوې څپې ځپلی و چې له امله‌یې والي اندي بیشیر د لږ تر لږه ۸۰ کسانو مړینه تأئید کړې ده.

د کېنټاکي مایفیلډ ښار چې ۱۰ زره کسان په‌کې اوسېدل، ډېره برخه یوه قوي طوفان له خاورو سره یو کړې ده.

د شدید طوفان څپې د شمال ختیځ ارکانساس څخه نیولې تر لوېدیځ کېنټاکي او تېنېسي پورې څه باندې ۳۰۰ کیلومتره اوږده ساحه کې ډېره ویجاړي رامنځته کړې.

د میزوري او ایلینویس ایالاتونه هم د طوفانونو دغې څپې سخت ځپلي دي.

هوا پېژندونکو ویلي هغه قوي طوفان چې پر کېنټاکي لګېدلی، ریکارډ ماتوونکی، له ۳۲۰ کیلو مترو زیات واټن‌یې وهلی دی.