امریکا اوکراین ته د جاوېلین ډوله ټانک ضد راکټونو ۳۰ دستګاوې ورکړې

ارشيف، اوکراین کې ټانک ضد راکټي سیستم

امریکا له اوکراین سره د کلنیو تسلیحاتي مرستو ترڅنګ دغه هېواد ته تېر اکټوبر د جاوېلین ډوله ټانک ضد راکټونو ۳۰ دستګاوې ورکړي.

د روسیې تاس خبري اژانس په خپل راپور کې چې د پنټاګون د ځواب په حواله‌یې جوړ کړی، دا خبره کړې.

په راپور کې زیاته شوې چې د امریکا په مرسته شویو وسلو کې د جاوېلین ۱۸۰ راکټونه شامل دي.

خو د ازادې اروپا/‌ ازادي راډیو د امریکا له دفاع وزارته د دغه خبر د بېړني تأیید په اړه څه غبرګون ترلاسه نه‌کړ.

امریکا مخکې د راکټونو د شمېر او جزئیاتو په اړه څه نه‌و ویلي.

روسیې په دې وروستیو کې له اوکراین سره پولې ته نږدې لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړي.