فراه کې د اهل تشیع یو دیني عالم ووژل شو

ارشیف

په فراه ولایت کې یو دیني عالم وژل شوی دی.

د فراه امنیه قوماندانۍ ویاند عارف عدیل ازادي راډیو ته تأيید کړه چې د اهل تشیع یو دیني عالم شېخ محمد اسماعیل موحدي شنبه ماسپښین د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې د نامعلومو بریدګرو له‌خوا وژل شوی.

عدیل زیاته کړه چې د قتل علت نه‌دی معلوم او د دوی ځواکونه د پېښې په عاملینو پسې ګرځي.

وړمه ورځ هم د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې دوه تنه د یوه لاسي بم په چاودنه کې وژل شوي.