عمران خان وایي افغانستان کې باید د اقتصادي سقوط او بشري ناورین مخه ونیول شي

د پاکستان صدراعظم

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید د مرستو لپاره هره ممکنه لار وکارول شي.

هغه دا خبره پرون په اسلام‌اباد کې له یوه ډله امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې کړې.

له امریکایي سناتورانو انګس کېنګ، ریچارد بر، جان کورنېن او بنجامین ساسي سره په لیدنه کې ښاغلي خان همدارز له امریکا غوښتي چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره خپل رول ادا کړي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د امریکايي سناتورانو په حواله لیکلي چې دوی له افغانستانه د خلکو د را ایستلو په بهیر کې د پاکستان هڅې ستایي.

له امریکایي سناتورانو سره په لیدنه کې د پاکستان صدراعظم د جمو او کشمیر په مسئله هم خبرې کړي.