د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکېچ؛ يوه امریکایي ډيپلوماته مسکو او کیف ته سفر کوي

ارشیف؛ په ۲۰۱۹ کال کې په اوکراین کې یو امریکایي نظامي ښوونکی

د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د امریکا یوه جګپوړې ډيپلوماته به راتلونکې اوونۍ د دغه کړکېچ د کمولو په هدف دواړو هېوادونو ته سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د اروپا او یوروشیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله کارین ډنفرېډ به د دوشنبې په ورځ کیف او بیا مسکو ته سفر وکړي.

بیان زیاتوي چې مېرمن ډنفرېډ به د دواړو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د اوکراین پولو ته نږدې د روسي عسکرو د ځای پر ځای کېدو او د اوکراین د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د واشنګټن په تعهد باندې خبرې وکړي.

د اوکراین او روسیې پر پوله اوکرایني سرتېري نظامي تمرینات ترسره کوي

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره په داسې حال کې اوکراین او روسیې ته سفر کوي چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو تېره سې شنبه د اوکراین پر پوله د کړکېچ پر کمولو خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې خبرو کې خپل امریکایي سیال جو بایډن ته وویل چې مسکو د برید نیت نه‌لري او د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته د ناټو د پراخېدو په صورت کې د امنیت تضمین غواړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې به واشنګټن پر مسکو د سختو اقتصادي بندیزونو د لګولو سربېره له اوکراین او د روسیې په ګاونډ کې د ناټو له غړو هېوادونو سره خپلې پوځي مرستې زیاتې کړي.​

د روسیې او امریکا ولسمشران

واشنګټن وايي، روسیې د اوکراین پر پولو د جګړې لپاره شااوخوا ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي چې ښايي پر دغه هېواد د برید تابیا ولري.

په همدې حال کې د بریتانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د اوکراین پر پوله د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

دوی ویلي چې پر اوکراین هر ډول برید به یوه ستراتېژیکه تېروتنه وي چې ناوړه پایلې به ولري.

اوکراین په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې د روسي ځواکونو د پام وړ زیاتوالي او پر خپله خاوره د پوځي برید د احتمال په اړه اندېښنه ښودلې ده.

روسي ځواکونو په دې پسرلي او دوبي کې په سیمه کې دوه لوی پوځي تمرینونه ترسره کړل چې هر ځل‌یې د پام وړ ځواکونه او تجهیزات په سیمه کې پرېښودل.

روسیه وايي، د دوی ځواکونه په پوله کې په دفاعي حالت کې دي.