د امریکا په جنوب ختیځ ایالت کینټاکي کې د څلورو ټورنېډو یا بوړبوکیو د را الوتو په پېښه کې له پنځوسو زیات کسان مړه شوي دي.
بوړبوکیو په دې ایالت کې د شمعې د جوړولو یوه فابریکه سخته ویجاړه کړه.
د کینټاکي والي اندي بیشیر نن سهار خبریالانو ته وویل، د پېښې پر مهال په دې فابریکه کې شااوخوا یوسل او لس کسان حاضر وو. ښاغلي بشیر د دې توپان د احتمالي تلفاتو په اړه وویل: "زه باور لرم چې د دې پېښې د مړو شمېر به له پنځوسو اوښتی وي او ښايي دا شمېر اویا سلو کسانو ته ورسېږي."
بوړبوکیو او توپانونو پر کینټاکي سربېره په ایلینویز او ارکانسا ایالاتونو کې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.