اوکراین: روسیې د ازوف سمندرګي ۷۰ سلنه برخه بنده کړې

د ازوف سمندرګی

د اوکراین سمندري ځواک وايي چې روسیې د اشغال شوې کریمیا ټاپو وزمې په شااوخوا کې د ازوف سمندرګي په سلو کې اویا برخه بنده کړې ده.

دا کار ظاهراً د اوکراین ماریپول، بیردیانسک او هیني چیسک بندرونو ته نژدې د روسیې د توپچي تطبیقاتو په خاطر شوی دی.

د اوکراین سمندري ځواکونو نن په یوه بیان کې وویل چې روسیې د تګ راتګ د پلټنې په سیسټم یا نوېګېشن کې محدودیتونه لګولي دي.

روسیې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې سرحدي ګارډ وړمه ورځ (د لیندۍ په ۱۸مه) تور ولګاوه چې د اوکراین د سمندري ځواک یوه کښتۍ له اجازې پرته د کرچ د تنګي خوا ته ورغلې ده.

د ازوف سمندرګي په ختیځ کې روسیه ده او په لویدیځ کې یې اوکراین دی او د دواړو ترمنځ د کرچ تنګي پرته ده.