په امريکا کې مېشت افغانان کولی شي له دې وروسته افغانستان ته پيسې ولېږي.
رويټرز خبري اژانس د امريکا د ماليې وزارت له قوله ليکلي چې دغه وزارت تېره ورځ هغه اجازه ليک صادر کړ چې له مخې يې په امريکا کې مېشت وګړي افغانستان کې خپلو کورنيو او خپلوانو ته شخصي حوالې استولی شي.
د رويټرز د راپور له مخې، د امريکا له لوري په افغانستان د شوېو بنديزونو پرته دغه اجازه ليک هغو کسانو او موسسو ته هم اجازه ورکړې چې غواړي افغانستان ته مالي راکړه ورکړه وکړي او دغه اجازه ليک د راکړې ورکړې دغه بهير له بنديزونو خوندي ساتي.
ياد اجازه ليک دغه شان هغو کسانو ته هم اجازه ورکړې، د دغه هېواد سره په تور لېست کې دي.
رويټرز خبري اژانس د امریکا د ماليې وزارت له قوله ليکلي، هغه کسان چې د امريکا سره په تور لېست کې شامل دي له دې وروسته کولی شي خپلې غير سوداګريزې راکړې ورکړې او شخصې حوالې ترسره کړي.
په داسې حال کې چې د اګسټ له پنځلسمې نېټې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته امريکا په افغانستان ځينې بنديزونه ولګول چې يو هغه یې دغه هېواد ته د پېسو په رالېږد وو.