د پاکستاني طالبانو تحریک 'TTP' هغه اوربند فسخ کړی چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب یې د پاکستان له حکومت سره منلی و.
دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور لګولی چې د دوی یو شمېر وسله وال یې وژلي او له اوربنده یې سرغړونه کړې.
په بیان کې راغلي چې په داسې یو حالت کې د اوربند غځول ممکن نه دي.
د دې اوربند مهلت د روانې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې پای ته رسېدلی و، خو د پاکستان د حکومت او 'TTP' سرچینو تائید کړې وه چې دواړو خواوو د اوربند پر دوام موافقه کړې ده.
د پاکستان د حکومت یوه چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوی د 'TTP' له دې اعلانه حیران شوي دي.
دې چارواکي چې فرانس پرېس یې نوم نه دی اخیستی ویلي چې د حکومت مرکچیان ډاډه وو چې اوربند اوږدېږي.
د پاکستاني طالبانو مشر نورولي مهسود تېره شپه په یوه غږیز پیغام کې وویل چې د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې پرمختګ ونه شو.