طالبان: د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني عالمانو د شورا غونډه جوړېږي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

طالبان د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني عالمانو د شورا د غونډې د جوړېدو خبر ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به دا شورا د اسلام له نظره ښځو ته په حکومت کې د حقونو د ورکړې په باره کې له حکومت سره خپل نظر شریکوي.

ذبیح الله مجاهد نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) د دې شورا په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې شورا کې به علما وي، خو ښځې به نه وي، خو هغه ښځې چې په شریعت کې معلومات لري او پوهیږي له هغوی سره به سلا مشورې وشي."

ښاغلي مجاهد د علماوو د شورا د جوړېدو د وخت په اړه څه ونه ویل او دا یې هم څرګنده نه کړه چې په دې شورا کې به د برخه والو شمېر څومره وي؟

وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه نېټه کابل ونیو، د نړیوالو له لوري پر دوی فشارونه په زیاتېدو دي چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه رعایت کړي.