بایډن: امریکا به د روسیې د هر ډول تیري پر وړاندې د کیف ملاتړ وکړي

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن (ښی) او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د اوکراین ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د روسیې له لوري د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا به د هر تیري پر وړاندې د کیف ملاتړ کوي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر جو بایډن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال دا ژمنه وکړه.

د دې خبرو پر مهال چې نوي دقیقې یې دوام وکړ، ولسمشر بایډن څرګنده کړه چې واشنګټن او متحدان او شریکان یې پر دې اصل ولاړ دي چې له اوکراینه پرته د اوکراین په اړه به خبرې او پرېکړه نه کېږي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر په ختیځه اروپا کې د ناټو د نهو غړیو هېوادو له مشرانو سره هم په ټیلیفون د اوکراین له سرحدونو سره د روسیي پوځیانو د راټولېدو پر مساله خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر بایډن دا خبره هم وکړه، که روسیه په اوکراین کې مداخله وکړي پر روسیې به اقتصادي بندیزونه ولګوي او له اوکراین او د ناټو له متحدان سره به پراخې دفاعي مرستې وکړي.