لندن مېشته څېړنډله: چین په شینجیانګ کې د مسلمانانو عام وژنه کړې

شینجیانګ کې مسلمانان

په لندن کې مېشته یوه څیړنډله وایي، د چین حکومت په شینجیانګ کې د مسلمانانو عام وژنه کړې ده.

دې خپلواکې او غیر رسمي ډلې دا څرګندونې وروسته تر دې کړي چې دې سیمه کې یې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو څېړنې وکړې.

دوی ویلي، د چین حکومت شینجیانګ کې ایغوري، قزاقي او د نورو توکمونو خلک چې تر ډېره مسلمانان دي وژلي او شکنجه کړي دي.

دا ډله له بریتانوي وکیلانو، پوهانو او سوداګرو جوړه ده چې هېڅ ډول حکومتي ملاتړ نه لري.

د دې محکمې تنظیمونکي هیله من دي چې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو ښکاره شواهد به یې نړیوال د چین د سیاستونو پر ضد اقدام ته وهڅوي.

نړیوالو له دې وړاندې هم د چین له خوا د څه باندې یو میلیون ایغور او نورو مسلمانانو په توقیف نیوکې کړي او بندیزونه یې پرې لګولي، خو چین وایي، دغو کمپونو کې توقیف شوېو ته مسلکي روزنه ورکوي چې هدف یې له ترهګرۍ د خلکو خلاصون دی.