افغانستان کې د چک جمهوریت یوې خیریه موسسې خپل فعالیت بیا پیل کړ

د چک جمهوریت ملي بیرغ

د چک جمهوریت یوې خیریه موسسې 'پیوپل ان نیډ People in Need' بېرته په افغانستان کې خپل فعالیت پيل کړ.

د پراګ نړیوالې راډیو پرون راپور ورکړ چې د چکانو په ګډون د دغې موسسې بهرني کار کوونکي د نوومبر میاشتې له پيله په مزار شریف ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

دا موسسه په افغانستان کې د بشري مرستو دوه عملیاتي دفترونه لري چې لسګونه محلي کارکوونکي هم په کې دي.

دا چکۍ موسسه وایي، تېرو شلو کلونو کې یې له سلګونه زره افغانانو سره د کورونو، ښونځیو، روغتیایي کلینیکونو او سړکونو په جوړولو کې مرسته کړې او دغه راز یې د انرژۍ او اوبو رسولو پروژې هم عملي کړي دي.