کندهار او هلمند کې له ۱۴ زره کډوالو سره نغدي مرسته وشوه

ارشیف، د مرستو لړۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' وایي، کندهار او هلمند کې یې له ۱۴ زره هغو بېرته ستنېدونکو سره نغدي مرسته وکړه چې له خپلو مېنو بې ځایه شوي وو.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، اړینو خدمتونو ته د لاس رسي او د ډېرې بې ځایه کېدنې د مخنیوي لپاره داسې مرستې مهمې دي.

بل لورته د کډوالۍ نړیوال سازمان 'ای.او.اېم' ویلي، هڅه کوي چې افغانستان کې تر دوه لکو پورې کسان د دوی له مرستو برخمن شي.

دغه سازمان هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې بې ځایه شوېو او زیان ګالو ته اړین توکي ورکوي چې د ژمي له سړې هوا ځانونه خوندي کړي.

په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ میلیونه کسان د بیړنیو مرستو مستحق ګڼل کېږي او دغو کسانو له دې وړاندې په وار-وار ویلي، ورسره شوې مرستې کافي نه دي او په عادلانه توګه ور رسیږي هم نه.