جرمني: نړیواله ټولنه له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره متعهده ده

ارشيف، يوه بې‌وزله افغان کورنۍ

په افغانستان کې د جرمني ډیپلوماتیک مأموریت ویلي نړیواله ټولنه له اړمنو سره د بشري مرستو لپاره متعهده ده.

دا خبره یاد مأموریت په خپل ټویټر کړې ده.

د ټویټ په اساس د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو صندوق په افغانستان کې اړمنو ته نږدې ۹۳ ملیونه ډالره جلا کړي دي.

په دې سره به د هېواد په ګوټ ګوټ کې اړمنو ته ژوند ژغورونکې مرستې رسول کېږي.

د بېړنیو مرستو له صندوق سره پرون یوازې جرمني تر ۳۰ ملیونو یورو مرسته وکړه چې ډېره برخه به‌یې افغانستان ته ځانګړې کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې افغانستان کې به له نیمايي زیات خلک سږ ژمي کې عاجلو مرستو ته اړتیا ولري.

د ۲۰۲۲ کال په مخه ملګرو ملتونو له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره له نړیوالو تمویلوونکو او مرستندویه بنسټونو څخه د لږ تر لږه څلور نیم میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.