ننګرهار کې تولید شوي د ستروسو ۴۵ ډوله نندارې ته وړاندې شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې تولید شوي د ستروسو ۴۵ ډوله نندارې ته وړاندې کړي.

دا نندارتونو د بڼوالۍ ملي مرکز کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وو.

د نندارتونو د پرانیستې پرمهال د ننګرهار د کرنې رئيس عبدالستار محمد وويل چې په دې نندارتون کې يې د ستروسو کورنۍ اړوند مالټې، ليمو، کينو، نارنج او نورو پنځه څلويښت نوعې نندارې ته وړاندې کړې وې.

د بڼوالۍ ملي مرکز په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په ۵۰ جريبه ځمکه کې جوړ شوی او د بېلابېل ډوله ميوو شااوخوا دوه زره ونې په کې ولاړې دي.

دغه مرکز د انځر، خورما، ستروسو، زيتونو، او املوکو اووه کليکسيونونه لري چې په کې د هر ډول ميوو لسګونه ډولونه ونې ولاړې دي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد په شپږو زونونو کې د کرنې او بڼوالۍ ملي مرکزونه لري.