فایزر: زموږ ۳ ډوزه واکسین د اومېکرون پر وړاندې اغېزمن دی

د کرونا واکسین

فایزر او بایو انټیک شرکتونو اعلان وکړ چې د دوی له لوري د جوړ شوي واکسین درې ډوزه د کرونا ویروس د نوې بڼې اومېکرون پر وړاندې اغېزمن دي.

فایزر وویل، د دوی د واکسین درېیم ډوز د دوو ډزو پرتله ۲۵ ځلي د اومېکرون پر وړاندې د انسان د بدن مقاومت زیاتوي.

د فایزر اجرايي رئیس البرټ بورلا وویل، دوه ډوزه هم د اومېکرون له کبله د ناروغۍ شدت کموي.

په همدې حال کې د روغتیا د نړیوال سازمان او د امریکا د حکومت روغتیايي مسوولان وايي چې اومېکرون د کرونا تر نورو بڼو خطرناک نه دی.