د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي دي څو میاشتې کېږي چې طالبانو افغانستان نیولی دی او لاهم په زرګونه کسان چې له جرمنیانو سرهیې په افغانستان کې کار کړی و، انتظار دي چې جرمني ته به ځي.
د جرمني د ډيپياې اژانس د راپور له مخې دغو افغانانو د جرمني له پوځ، په کابل کې د دوی له سفارت او د جرمني له یو شمېر نورو ادارو سره کار کړی دی.
جرمني د نږدې ۲۵ زره افغانانو د کډوالۍ درخواستونه منلي دي او له دې ډلې تر دې دمه اووه زره توانېدلي دي چې جرمني ته ولاړ شي.
سربېره پر دې چې طالبانو له خلکو غوښتي چې له افغانستانه ولاړ نهشي، خو ګڼ افغانان له دې وېرې چې طالبان انتقام ترې وانهخلي همداراز له لوږې او بېکارۍ غواړي چې له افغانستانه ووځي.