افغانستان کې د اقتصادي سقوط په اړه د فلیپو ګراندي خبرداری

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر په افغانستان کې د اقتصادي سقوط له وېرې د کډوالو د څپې د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی.

فلیپو ګراندې پرون په جنیوا کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، یقیناً په افغانستان کې روان خطرناک حالت نه یوازې په هېواد کې دننه، بلکې د ژوند د ښو شرایطو په لټه بهر ته هم د خلکو د بې ځایه کېدو وېره رامنځته کړې.

ښاغلي ګراندې د داسې یوه حالت د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د سمدستي اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه.

ملګروملتونو له دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان د نړۍ په کچه د ترټولو ناوړه بشري بحران پر مورګه ولاړه دی.