ناروې بسپنه کوونکي وهڅول چې د افغانستان ۲۸۰ میلیونه ډالره خوشې کړي

د ناروې ملي بیرغ

ناروې د نړیوال بانک تر مشرۍ لاندې د افغانستان د بیارغونې د صندوق بسپنه ور کوونکي وهڅول چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د دې صندوق ۲۸۰ میلیونه ډالره ازاد کړي.

د نړیوال بانک بورډ تېره اوونۍ له دې سره موافقه کړې وه چې د دې صندوق له کنګل شوېو یو نیم میلیارډ ډالرو څخه ۲۸۰ میلیونه ډالره دې، د خوړو د نړیوال پروګرام او د ماشومانو د ساتنې ادارې یونیسف له لارې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ازاد شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د دغه وجهي صندوق پانګه په اګسټ میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل له نیول کېدو وروسته کنګل شوې ده.

د دغه صندوق ۳۱ بسپنه ورکوونکي باید د دغو پیسې ازادېدل تصویب کړي.

د رویټرز د راپور له مخې د نړیوال بانک یوه ویاند وویل، بسپنه ورکوونکو د تېرې جمعې په ورځ غونډه کې موافقه وکړه چې په دې اړه به په یوه اوونۍ کې پرېکړې وکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې 'یو. اېن.ډي. پي' اټکل کړی چې افغانستان به د ۲۰۲۲ میلادي کال تر نیمایي پورې نړیواله بې وزلي تجربه کړي او د دې هېواد د ۳۹ میلیونه وګړو څه باندې نوي سلنه به بې وزلي وشمېرل شي.