ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو د تعلیم لپاره له امریکا څه غوښتي؟

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون دوشنبه په واشنګټن کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د افغان نجونو پر تعلیم خبرې وکړې.

دې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ته وویل: "افغانستان اوس په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې د ثانوي او لوړو زده کړو حق نه لري. دوی له زده کړو بې برخې کړای شوي دي."

اغلې یوسفزۍ همدا راز وویل، هیله لري چې د یوې پنځلس کلنې افغان نجلۍ لیک، چې ولسمشر جوبایډن ته په خطاب کې لیکل شوی دی، ور وسپاري.

ملاله یوسفزۍ وايي، دا لیک د طالبانو له لوري په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له کبله پر افغان نجونو د اغېز په اړه دی.

ملاله یوسفزۍ چې د خېبر پښتونخوا د سوات سیمې اوسېدونکې ده، په ۲۰۱۲ میلادي کال د پاکستاني طالبانو په حمله کې سخته ټپي شوه.

دې په ۲۰۱۴ میلادي کال د ښځو او نجونو د تعلیم لپاره د هلو ځلو په خاطر د نوبل د سولې جایزه وګټله.